د قزاقستان سوسیال دیموکرات ګوند راتلونکې پارلماني ټاکنې تحریموي
د قزاقستان سوسیال دیموکرات ګوند اعلان کړی چې راتلونکې پارلماني ټاکنې تحریموي.
د دغه ګوند مشر اشقت رحیم ژانوف چې ځان د قزاقستان د رژیم مخالف بولي وایي، د ګوند نوماندان یې د راتلونکي کال د جنورۍ لسمې ټاکنو کې ګډون نه کوي.
د قزاقستان د سوسیال دیموکرات ګوند اکثرو غړو نن جمعه (د لېندۍ ۷مه) په خپلمنځي غونډه کې دې ته رایه ورکړه چې دا ټاکنې چې یو نیمه میاشت وروسته کېږي باید تحریم شي.
په قزاقستان کې دا مهال پخوانی ولسمشر نورسلطان نظربایف چې تېره مارچ میاشت کې له واکه لېرې شو، پیاوړې سیاسي څېره ده.
دا مهال د ده ګوند د پارلمان د ۱۰۷ څوکیو له ډلې ۸۴ هغه له ځان سره لري.