ټرمپ: هغه وخت مخه ښه کوم که ټاکنیز کالجونه د بایډن بریا تایید کړي
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له سپینې ماڼۍ سره هغه وخت مخه ښه کوي، که ټاکنیز یا الکټورال کالجونه د منتخب ولسمشر جو بایډن بریا رسماً تایید کړي.
ښاغلي ټرمپ په عین حال کې ویلي چې د ټاکنو د نتیجو په اړه به خپله مبارزه روانه ساتي.
ډونالډ ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د ټاکنیزو کالجونو د تایید د رسمیت پېژندنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "که ټاکنیز کالجونه د ټاکنو نتایج تایید کړي، تاسې پوهېږئ چې یقیناً دا کار کوم."
تر دې مخکې په استازو جرګه کې د جمهوریپال ګوند غړو ویلي وو، ډونالډ ټرمپ د جنورۍ میاشتې پر ۲۰مه په هغه صورت کې له سپینې ماڼۍ سره مخه ښه کوي، که ټاکنیز کالجونه د ټاکنو نتیجه رسماً تایید کړي، خو دا اول وار دی، چې ډونالډ ټرمپ په خپله د دې موضوع په اړه څرګندونې کوي.
د امریکا د نومبر د درېیمې د ولسمشرۍ ټاکنو په نتیجه کې جوبایډن د ټاکنیزو کالجونو ۳۰۶ رایې خپلې کړي، خو ولسمشر ټرمپ ۲۳۲ رایې. د ټاکنو د ګټلو لپاره ۲۷۰ رایو ته اړتیا ده.
ټاکنیز کالجونه چې د سپینې ماڼۍ ګټونکی تاکي، د ډسمبر میاشتې پر ۱۴مه غونډه جوړوي، چې د جوبایډن بریا وټاکي.
ډونالډ ټرمپ تر اوسه په دغو ټاکنو کې خپله ماتې نه ده منلې.