د فرانسې د پخواني ولسمشر محاکمه پیل شوه
د فرانسې د پخواني ولسمشر نیکولای سرکوزي محاکمه پیل شوه.
سرکوزي، چې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۲ پورې د فرانسې ولسمشر و، په دې تورن دی چې هڅه یې کړې وه چې یوه قاضي ته د دې لپاره رشوت ورکړي چې د خپل ګوند د مالي وضعیت په اړه د تحقیقاتو معلومات ورڅخه واخلي.
۶۵ کلن سرکوزي ویلي چې هیڅ ناوړه کار یې نه دی کړی.
پر سرکوزي له ډېره وخته تور دی چې د ۲۰۰۷ کال په انتخاباتو کې یې له پټو بسپنو څخه کار اخیستی دی.