د ټرمپ ادارې "جو بایډن" ډلې ته د قدرت د لېږد پیل تصویب کړ
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې پرون د منتخب ولسمشر جو بایډن ډلې ته تر ټاکنو نږدې درې اوونۍ وروسته د قدرت د لېږد پیل تصویب کړ.
که څه هم ټرمپ د ټاکنو د پایلو له منلو ډډه کړې، خو ویلي یې دي، چې ده د قدرت د انتقال لپاره د فډرال ادارې پرېکړه ومنله.
تر دې مخکې د عمومي خدماتو ادارې مشرې ایملي مورفي د جنورۍ میاشتې پر شلمه تر لوړې مخکې د قدرت د انتقال په اړه بایډن ته اطلاع ورکړې وه.