یو اېن اېچ سي ار: هلمند کې له تازه بېځایه شویو سره مرستې دوام لري
دې ادارې نن په خپل ټویټر باندې دا خبره لیکلې.
د 'یو اېن اېچ سي ار' په خبره تر دې دمه د ګډو هڅو او همغږیو له امله څه باندې ۱۰ زره کسانو ته چې یو نیم زر کورنۍ کېږي مرستې رسول شوي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي چې په مرسته شویو موادو کې خېمې، نغدې پيسې او اړین غیر خوراکي مواد شامل دي.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ځینو حوزو او شااوخوا درېیو ولسوالیو کې د اکټوبر له ۱۰مې د طالبانو او افغان پوځیانو ترمنځ سختې نښتې پیل شوي چې لا هم روانې دي.
د جګړو له امله دواړو خواو ته په درنې مرګژوبلې سربېره لږترلږه ۳۰ زره ملکیان هم د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او اوس په سختۍ په ښار او ځینو امن سیمو کې اوسي.