د ای پي ایل سیالۍ؛ نن حیدراباد او ډیلي سره لوبه کوي
د هند د کرکټ د غوره لیګ لوبو په ترڅ کې نن سنرایزرز حیدراباد له ډیلي کپیټل سره لوبه کوي.
ډیلي کپیټل په جدول کې دوهم ځای لري او سنرایز حیدراباد اووم ځای.
په سنرایزرز حیدراباد کې د افغانستان دوه لوبغاړي لوبه کوی، راشد خان او محمد نبي.
د هند غوره لیګ کرکټ لوبې د سپټمبر په نولسمه په متحد عربي اماراتو کې پیل شوې او د نومبر تر لسمې به دوام وکړي.