د اروپايي کمېسیون مشرې ځان قرنطین کړ
مېرمن وان دېرلین پرون سهار په بروکسل کې په دې سرمشریزه کې حاضره وه.
په دې سرمشریزه کې د اروپايي ټولنې د دولتونو مشرانو او جګپوړو چارواکو، له هغې ډلې د چک جمهوریت، لوکزامبورګ، پرتګال او هالنډ صدراعظمانو او همداراز د رومانیا ولسمشر او د اروپايي پارلمان مشر ګډون کړی و.
د اروپايي کمېسیون مشرې پر ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي چې د دې د کرونا ټېسټ منفي دی خو د یوه احتیاطي اقدام په توګه ځان په خپله قرنطین کوي.
په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د کویډ۱۹ ناروغۍ موارد زیات شوي او ځکه یې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره یولړ محدودیتونه وضع کړي دي.