'هلمند کې د جګړو له امله زرګونه بې ځایه شوې کورنۍ مرستو ته اړتیا لري'
په هلمند کې څلور ورځنیو سختو جګړو ۵۱۰۰ کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه کړې دي.
د دغه ولایت سیمه ییز مسئولین وايي، یادې کورنۍ خوراکي او غیر خوراکي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د هلمند د کډوالو چارو رییس محمد رامین ازادي راډیو ته وویل، چې ډېری دغه کورنۍ د لښکر ګاه ښار په نورو سیمو کې ځای پر ځای شوي او په خبره یې شمېر یې مخ په زیاتېدو دی.
هغه زیاته کړه: "په تېرو څو ورځو کې ۵۱۰۰ کورنۍ له خپلو کورنو بې ځایه شوي او دا رقم د لوړېدو په حال کې دی، دوی ته د سرپناه موضوع ډېره جدي ده، تر اوسه پورې یوازې د ښځو ریاست یو مارکېټ زمونږ په واک کې راکړی او خلکو د خوراکي توکو مرسته کړې، خو بل بنسټ تر اوسه پورې په دې برخه کې مرسته نه ده کړې."
د ښاغلي رامین په خبره، دمګړی خلک او سوداګر په دې برخه کې لاس په کار شوي چې بې ځایه شویو ته لومړنۍ مرستې وکړي خو په خبره یې د سرپناه او خوراکي توکو ستونزه ډېره جدي ده چې باید ورته پام وشي.
په لښکرګاه کې له جګړې څلور ورخې تېرېږي، طالبان ادعا کوي، چې په لښکرګاه کې یې د باباجي او بولان سیمې او د نادلي او ناوې ولسوالۍ ځني برخې نیولي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په په دغو جګړو کې ۸۰ طالبان او ۶ دولتي سرتېري وژل شوي دي.
خو په داسې حال کې چې د هلمند د کډوالو چارو ریاست بې ځایه شویو ته د مرستو نه رسېدو له امله اندېښنه لري، د افغانستان پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د موقتي کمپونو په جوړېدو بحث روان دی او د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو رسولو لړۍ به هم پیل شي.
د دغه وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي وویل: "مونږ په لښکر ګاه ښار کې په یو خوندي ځای کې په یو موقت کمپ بحث کوو، چې هلته بې ځایه شویو ته د هلمند ولایت پېښو ته د رسېدنې چارو ریاست له خوا خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل شي."
د ښاغلي عظیمي په وینا، له دې وړاندې لښکرګاه ته د پېښو سره د مبارزې په هدف ۷ میلیونه افغانۍ هم استول شوې وې.
د افغانستان د بشر د حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل ازادي راډیو سره په خبرو کې، د جګړې په ښکېلو غاړو د جنګ د درېدو غږ کړی او د جګړو پر مهال یې د ملکیانو خوندیتوب ته نه پاملرنه جنګي جرم بللی دی.