سږ کال د افغانستان د انګورو حاصلات ۹۸۰ زره مټریک ټنو ته رسېدلي
په افغانستان کې سږ کال د انګورو حاصلات ۹۸۰ زره مټریک ټنو ته رسېدلي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې په کلني ډول افغانستان له دې درکه ۱۸۸ میلیونه ډالره عاید کوي.
نوموړي وویل چې تېر لمریز کال کې د انګورو د حاصلاتو کچه ۸۷۰ زره مټریک ټنو ته رسېده.
هرات، پروان، کندهار، کابل، غزني، کاپیسا، بلخ، جوزجان، فاریاب، کندز، پکتیا او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې پهکې د انګورو حاصلات زیات شوي او د دې تولید راټولولو و بستهبندۍ زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.