چارواکي: فاریاب کې ۸ وسلهوال طالبان وژل شوي
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو ته دا مرګژوبله تېره شپه د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په اَنه بېک سیمه کې پر افغان ځواکونو د ډلهییز برید پر مهال واوښته.
هغه زیاته کړه: "په دې نښتو کې اته وسلهوال طالبان وژل شوي او پنځه نور سخت ټپیان دي. همداراز د دښمن په ډزو یو ملکي وګړی ټپي شوی دی."
ښاغلی یورش وايي چې په جګړه کې دولتي سرتېرو ته مرګژوبله نهده اوښتې.