ایران کې د مدافعانو، وکیلانو او سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه شوې
![ایران کې د مدافعانو، وکیلانو او سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه شوې](https://gdb.rferl.org/EA139B80-1567-4711-8A28-ED085D847999_w800_h450.jpg)
د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنر میشل باچله په ایران کې د بشري حقونو د مدافعانو، وکیلانو او سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
ویل شوي چې په اوس وخت کې په ایران کې د بندیانو شمېر تر هغه زیات دی چې د دې هېواد زندانونه یې د ساتلو ظرفیت لري.
په دغو زندانونو کې د کرونا وبا د خپرېدو له امله د حفظ الصحې شرایط لا خراب شوي دي.
باچله پرون په یوه بیان کې وویل چې د اوبو او ویروس ضد وژونکې مادې او نورو اړینو شیانو کموالي په بندیانو کې د کرونا ویروس د خپرېدو او د یو شمېر مړینو سبب شوي دي.
په منځني ختیځ کې کرونا ویروس تر ټولو ډېرایران ته زیان رسولی دی.
د ایران د روغتیا د وزارت د راپورله مخې تراوسه نږدې څلور لکه اتیازره کسان پر کرونا اخته شوې او د دغه ویروس له امله له ۲۷ زرو زیات کسان هم مړه شوي دي.