اشرف غني، ځینو سیاستوالو او مشهورو څېرو د ترهکي پر مړینه خواشیني وښوده
نجیب ترهکی چې تېره جمعه په یوه ټرافیکي پېښه کې ټپي شوی و، ننیې په ننګرهار کې ساه ورکړه او خاورو ته وسپارل شو.
د کرکټ پېژندل شوي لوبغاړي شهزاد محمدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "ترهکی صاحب په حق ورسېد. ما او هغه په ډېرو ځایونو کې یوځای د لوبو اوپننګ کړی دی، که هغه په کوریا یا بنګلهدېش کې و. دا د ټول افغانستان د کرکټ لپاره یو د غم خبر دی."
نجیب ترهکي چې ډېری وختیې په ۲۰ اوره سیالیو کې برخه اخیسته په ۲۰۱۴ کال نړیوال کرکټ ته راغی، لومړۍ لوبهیې د بنګلهدېش پر وړاندې وه او وروستۍ لوبهیې هم په ۲۰۱۹ کې د بنګلهدېش خلاف وکړه.