فراه کې ځینو دولتي کارکوونکو ته صحي بستې وېشل کېږي
د فراه والي محمد شعیب ثابت پرون شنبه (د چنګاښ په ۲۱مه) د دې مرستو د وېش پر مهال وویل: "د دې موادو وېش د جمهوري ریاست له امر سره سم او د یونېسف له مرستو څخه د دولتي ادارو اجیرو کارکوونکو او بېوزلو کورنیو ته پیل شوی دی."
د مرستې په دې بستو کې صابون، دستمال او د ښوونځي وسایل شامل دي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف چمتو کړي دي.
په فراه کې تر دې دمه د 'کووېډ-۱۹' ۳۰۰ پېښې ثبت شوې دي، خو ویل کېږي چې اصلي شمېرې ښايي تر دې ډېرې لوړې وي.