د بوسنیا د سرب پوځیانو په لاس د مسلمانانو له ډلهییزې وژنې ۲۵ کاله پوره شول
د جولای له ۱۱ تر ۲۲ پورې سرب پوځیانو په سربرنیڅه کې له اتو زرو زیات مسلمانان ووژل.
دا له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته تر ټولو بده ډلهییزه وژنه ده چې د سربرنیڅې ډلوژنه یادیږي.
دا ډلوژونه هغه وخت وشوه چې د بوسنیا سرب ځواکونو د جنرال راتکو ملادیچ په مشرۍ د ملګرو ملتونو له خوا خوندي شوې ساحه سربرنیڅه چې لکونه کسانو پناه ور وړې وه ونیوله.
د دې ډلوژنې لوی عامل جنرال ملادیچ د جرمونو نړیوالې محکمې لهخوا د بشر ضد او جنګي جرمونو په تړاو تورن او په عمري بند محکوم شو.