هلمند کې روانه اوونۍ ۳۸ ملکیان وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان دي
په هلمند کې په روانه اوونۍ کې ۳۸ ملکيان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.
په یاد ولایت کې د بشر حقونو کمېسیون ساحوي دفتر د اړیکو او معلوماتو مسؤل مقیم علیزي ازادي راډیو ته وویل چې یاده مرګژوبله تر ډېره د جګړو له امله اوښتې ده.
ښاغلي علیزي وویل د جګړې دواړه لوري د ملکیانو ژوند او مال ته هېڅ ډول پاملرنه نهکوي.
په هلمند کې تر ټولو ډېر ملکي تلفات په سنګین ولسوالۍ کې ثبت شوي. د تېرې دوشنبې په ورځ د عامو خلکو په یوه مېله بازار کې د غبرګو چاودنو په نتیجه کې ۳۰ ملکیان ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول. حکومت او طالبانو پر یو بل د دې پېښې مسؤلیت واچاوه.
دغهراز تېره اوونۍ د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې د ماین په یوه چاودنه کې ۸ ملکي وګړي ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.
حکومت هغه مهال رسنیو ته ویلي وو چې وسلهوالو طالبانو دا ماین ځای پر ځای کړی وو.
په هلمند کې د بشري حقونو د ځايي څانګې مسؤلینو د جګړې پر دواړو غاړو غږ کړی چې د جګړې پر مهال باید د ملکيانو ژوند ته پام وکړي.