امریکا د داعش د مشر په اړه د اطلاعاتو په بدل کې جایزه دوه چنده کړه
د داعش د ډلې بنسټ ايښودونکی، ابوبکر البغدادي تېر کال په سوریه کې د امریکا د کمانډو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ووژل شو.
د بغدادي تر مرګ وروسته، المولي د هغه پر ځای د داعش مشر وټاکل شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به ابتدا کې د المولي پر سر پنځه میلیونه ډالر ايښي وو، خو کله چې هغه د بغدادي پر ځای وټاکل شو، د امریکا حکومت هم خپله جایزه دوه چنده کړه.
المولي په عراق کې د مېشتو یزیدیانو پر ضد فتوا ګانې ورکړي چې د ملګرو ملتونو سازمانیې د یوې مذهبي لږکۍ قتل عام ګڼي.