ښايي د صربیا پارلماني ټاکنې واکمن محافظه کار ګوند وګټي
تمه ده چې د دې ټاکنو نتیجه به د صدراعظم الکساندر ووچیچ په مشرۍ د واکمن ښي اړخي محافظه کار ګوند واکمني نوره هم پیاوړې کړي.
تمه ده دا ګوند به چې له تېرو اتو کلونو راهیسې واکمن دی په سلو کې د شپېتو رایو او سوسیالیست ګوند چې د واکمن ګوند سره په ائتلاف کې شامل دی په دوهم مقام کې په سلو کې د لسو رایو په ګټلو بریالی شي.
دا د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته په اروپا کې لومړنۍ ټاکنې دي.
د رایو ورکولو پرمهال خلکو ته ویل شوي دي چې باید ماسک ولري او ټولنیزه فاصله مراعات کړي.
د صربیا د ټاکنو کمېسیون وايي چې په نننیو ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه د سهار تر لسو بجو په سلو کې څه باندې نهه وه.