جورج فلویډ هیوسټن کې خاورو ته سپارل کېږي
د متحدایالاتو په هيوسټن ښار کې د جورج فلویډ د جنازې مراسمو لپاره تیارۍ بشپړې شوې دي.
فلويډ د میناسوټا ایالت په مینیاپولیس ښار کې د یو سپین پوستي پولیس په لاس ووژل شو خو مړی یې پرون د هغه د پلرني ایالت، ټکساس هيوسټن ښار ته یوړل شو او ټاکل شوې چې نن خاورو ته وسپارل شي.
زرګونه ویرجن خلک په داسې حال کې چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره یې ماسکونه اغوستي وو، د هیوسټن په یوه کلیسا کې د فلویډ د تابوت د لیدو لپاره په لیکو کې ودرېدل.
د فلویډ مړینې په امریکا او نوره نړۍ کې د نژاد پالنې ضد مظاهرې وپارولې.
له بلې خوا د امریکا د کانګرس د ډیموکرات ګوند غړو پرون دوشنبې د پولیسو په قانون کې د بدلون طرحه وړاندې کړه.
د کانګرس غړي د دې طرحې د وړاندې کولو پرمهال د یوه سیمبولیک اقدام په ترڅ کې د اته دقيقو او ۴۶ ثانیو لپاره پر ځنګنو کېناستل.
پوليس افسر د فلویډ له مړینې مخکې د همدومره وخت لپاره د هغه پر غاړه ځنګون ايښی و.
د دې قانون مسوده د پوليسو لپاره د قانون پر وړاندې خونديتوب محدودوي، د زور د کارولو له امله د مړو کسانو په اړه د معلوماتو ساتلو او د نورو بدلونونو تر څنګ د پولیسو له خوا د خلکو د سا بندولو پر تاکتيک بندیز لګوي.
د فلويډ د وژنې او په دې قتل کې د مرستې په تور ۴ پولیس افسران نيول شوي دي.