نیمروز کې د تاریاکو د قاچاق په تور ۲ تنه نیول شوي
په نيمروز ولايت کې د تارياکو د قاچاقو پر مهال دوه تنه ونيول شول.
د کورنيو چارو وزرات وياند طارق ارين ازادۍ راډيو ته وويل، پولیسو په زرنج ښار کې دوه تنه په داسې حال کې ونيول چې غوښتل يې په يوه سفري بکس کې پنځه کېلو ګرامه تارياک زرنج ښار ته قاچاق کړي او بيا يې پر معتادينو باندې خرڅ کړي.
نيول شوي قاچاق کوونکي له نيول کېدو سره سم عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.