اتمر: ایران او افغانستان د افغانانو د ډوبېدو پېښې ګډې پلتنې پیل کړې
د دغه وزارت خبرپاڼه وایي، دا څېړنې به تر هغو دوام وکړي چې د پېښې کره څرنګوالی معلوم شي او عاملینو سرهیې عدالت وشي.
د راپورونو له مخې شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې ایران ۷۰ تنه افغان کارګر چې په قاچاقي ډول دغه هېواد ته اوښتي و، اوبو ته اچولي دي.
په دوی کې د ۲۳ هغو د مړینې او ډوبېدو خبر ورکول شو.
افغان حکومت دا عمل "وحشیانه" وباله او له ایران نهیې وغوښتل چې عاملینیې مجازات کړي.