وزيرستان کې د نښتې له امله پوځیانو او وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پاکستان پوځ وايي چې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې په یوه وسله واله نښته کې لږترلږه دوه پاکستاني پوځیان او ۹ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې نن یکشنبې په یو بیان کې وویل چې په نښته کې ۵ نور پاکستاني سرتېري هم ټپیان شوي دي خو په بیان کې نه دي ویل شوي چې بریدکوونکي د کومې ډلې وو.
دا سیمه له تېرې یوې لسیزې راهیسې د القاعده ډلې، حقاني شبکې او پاکستاني طالبانو د وسله وال د فعالیتونو ډګر دی.
که څه هم د پاکستان پوځ د وسله والو فعالیتونو د ځپلو لپاره له۲۰۱۴ کال راهیسې پوځي عملیات کړي خو د دې ډلو حملې هم روانې دي.