نن روسیه او ختیځه اروپا د ایستر مذهبي جشن لمانځي
روسیه او د ختیځې اروپا هغه هېوادونه چې د ارتودوکسې کلیسا پيروان دي، نن د اپرېل په ۱۹مه، د ایستر مذهبي جشن لمانځي.
د ایستر یک شنبه په داسې حال کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په ټوله نړۍ کې بندیزونه لګېدلي، لمانځل کېږي له دې کبله به مذهبي مراسم هم له پخوا سره توپیر لري.
د نړۍ د ۳۰۰ میلیونه ارتودوکسو مسیحیانو لپاره ایستر له ډېرو مهمو مذهبي مراسمو دی.
د ارتودوکسو مسیحیانو د کلیسا مشر په خپلو پیروانو غږ کړی چې هر چېرته چې اوسېږي د خپلو حکومتونو امر ته پام وکړي او هغه بندیزونه دې تر پښو نه لاندې کوي چې حکومتونو د روغتیا د نړیوال سازمان په سپارښتنه اعلان کړي دي.
د روسیې د ولسمشر ویاند ویلي چې ولادیمیر پوتین به هم سږکال د کرونا ویروس له امله د ایستر په مناسبت په ځانګړو مراسمو کې ګډون نه کوي.