د چک پوځیانو د بګرام اډې د امنیت او ګزمې مأموریت پای ته ورسېد
د چک جمهوریت پوځیانو په بګرام کې د نړیوالو ائتلافي قواوو له پوځي هوايي اډې د ګزمې مأموریت پاي ته ورساوه.
د دې هېواد د دفاع وزارت یوې ویاندې مګدلینا دوژاکوا په چک جمهوریت کې خپلواک خبري اژانس 'سي،ت،ک' ته ویلي چې مارچ میاشت د بګرام د هوايي پوځي اډې د مأموریت وروستۍ میاشت وه او د دې مأموریت لپاره پوځي وسایل د جمعې په ورځ چک جمهوریت ته ورسېدل.
خو دوژاکوا ویلي چې د چک جمهوریت پوځیان په افغانستان کې حضور لري، یو شمېر ډاکترانیې په کابل کې د نړیوالو ځواکونو په یوه روغتون کې کار کوي او د افغانستان د پوځیانو لپاره د روزنې ډلې هم دې هېواد ته په تګ راتګ کې دي.
د چک جمهوریت پوځیانو ته د بګرام پر هوايي پوځي اډه د ګزمې او د امنیت ساتلو مأموریت په ۲۰۱۳ میلادي کال کې سپارل شوی و.
په دې مأموریت کې د چک جمهوریت اته عسکر، پنځه په ۲۰۱۴ او درې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې وژل شوي وو.