روسیه: په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۸۳۰۰ ته ورسېد
دا د یاد ویروس تر ټولو لوړه شمېره ده چې په یوه ورځ کې په دې هېواد کې ثبت شوي دي.
په روسیې کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره تر ۱۸۳۰۰ اوښتې ده.
روسي چارواکي وایي، تر اوسه ۱۴۸ تنه د دې ویروس په نتیجه کې مړه شوي دي.
منتقدین وایي، پر هغو شمېرو چې د روسیې روغتیایي چارواکي یې ورکوي شک لري.
د دوی په خبره، چارواکي ریښتیني شمېرې نه شریکوي.