کوټه کې ډاکټران وهل شوي او نيول شوي دي
![کوټه کې ډاکټران وهل شوي او نيول شوي دي](https://gdb.rferl.org/ea837fa5-13d8-427a-83ac-61f1e123a297_tv_w800_h450.jpg)
په کوټه کې پوليسو د اپرېل پر شپږمه نېټه (نن) ګڼ شمېر ډاکټران نيولي دي. په سلګونو ډاکټرانو د خپلو غوښتنو په حق کې د وزيراعلی دفتر مخې ته مظاهره وکړه. دوی شکايت کوي چې په سول هسپتال کوټه کې ډاکټران د کورونا وايرس ناروغانو د درملنې پر مهال د ځان ژغورنې سامان و الات نلري.