نړۍ کې د کرونا ویروس د پېښو زیاتېدل؛ تاجکستان کې فوټبال لوبه شوې
د تاجکستان حکومت پرون د اپرېل په ۴مه، د فوټبال سیالۍ ته اجازه ورکړه.
په تاجکستان کې چې نهه میلیونه وګړي لري، د کرونا ویروس یوه مثبته پېښه هم نهده اعلان شوې.
له دې کبله، د تاجکستان پر چارواکو شک کېږي چې د دې وبا په اړه دقیق معلومات نهخپروي.
د تاجکستان حکومت پرون د استقلال دوشنبې او خوجند د فوټبال لوبډلو ته د سیالۍ اجازه ورکړه.
د سیالۍ د کتلو لپاره هېڅڅوک هم په سټډیوم کې نهو.
د ۱۰ لوبډلو په دې لیګ کې به نن شنبه هم سیالي وي.
په پرونۍ سیالۍ کې استقلال دوشنبې د یوه په وړاندې په دوو ګولونو خوجند ته ماته ورکړه.
د کرونا ویروس د وبا په اوج کې، یوازې ځيني هېوادونه لکه بلاروس، بروندای او نیکاراګوا کې فوټبال لا هم اجازه لري.