هلمند کې ماین چاودنې ۸ ملکي وګړي وژلي
د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې اته ملکي وګړي وژل شوي او دوه ټپیان دي.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند په یوه خبرپاڼه کې نن وویل چې د دې کسانو موټر په ماین الوتی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د چاودنې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
کومې ډلې لا د دې پېښې مسؤلیت نهدی اخیستی.