د بلغاریا پارلمان ټول غړي معاینه کېږي
د بلغاریا پارلمان ټول غړي د دې لپاره چې معلومه کړي چې د کرونا ویروس لري که نه، معاینه کېږي.
دا پرېکړه تر هغه وروسته وشوه چې د پارلمان یو غړی په کرونا ویروس اخته وپېژندل شو.
د بلغاریا چارواکو ویلي چې د پارلمان ناروغ غړی روغتون ته لېږدول شوی دی.
د دې هېواد د پارلمان د ۲۴۰ نورو غړو معاینه به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې کېږي.
د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون ویلي چې په بلغاریا کې ۱۴۲ کسان په کرونا ویروس اخته دي.