د تفتان په قرنطين مرکز کې څه تېرېږي؟
د پاکستان په سرحدي ښارګوټي تفتان کې چارواکو له ايرانه راستنېدونکيو زيارت کوونکو او کاروباريانو لپاره د کورونا وايرس د مخنيوي په خاطر قرنطين مرکز جوړ کړی دی. په دغه مرکز يا کېمپ کې خلک تر دوو اونيو پورې ساتل کېږي او بيا د پاکستان د بېلا بېلو صوبو پر لور خپلو سيمو ته لېږل کېږي. فدا محمد د کاروبار لپاره ايران ته تللی و خو هلته د کورونا وايرس تر خپرېدو وروسته چې پاکستان ته راستون شو نو چارواکو په تفتان کېمپ کې قرينطين کړ. دا چې پر نوموړي په تفتان کې څه تېر شول؟ احمد شاه اعظمي ورسره خبرې کړې او په لومړي سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې ايراني چارواکو په څه حال کې پاکستان ته د داخلېدو اجازه ورکړه؟