د پولنډ طبیعي ګاز ادارې د روسیې ګازپروم شرکت نه دعوه ګټلې
د پولنډ د طبیعي ګاز اداره وايي، د روسیې د انرژۍ له دولتي شرکت ګازپروم سره د یو نیم میلیارد ډالرو په ارزښت څو کلنه دعوهیې په سویډن کې په یوه نړیواله محکمه کې ګټلې ده.
د پولنډ د طبیعي ګاز د وېش دې لوی دولتي شرکت په یوه بیان کې چې پرون د مارچ په ۳۰مه نېټه خپور شو ویلي چې دا دعوهیې د ۱۹۹۶ کال د ګاز د خرڅلاو د یوې معاملې په تړاو ګټلې ده.
په بیان کې راغلي چې ګازپروم له دې شرکت څخه د څو کلونو لپاره د جریمې په نوم اضافه پیسې اخیستې دي چې اوس بهیې بېرته ورکوي.
په بیان کې دا یادونه هم شوې چې سویډنۍ محکمې ګازپروم ته امر کړی دی چې په بازار کې د کوټېشن یا نرخ اخیستو اصولو ته په پام سره د ګاز د بیو د ټاکلو فورمول هم بدل کړي.