د یوه پاکستاني خبریال تښتولو په اړه د بېپولې خبریالانو سازمان شک
د بېپولې خبريالانو اداره شک لري چې په سويډن کې شااوخوا یوه میاشت مخکې یو ورک شوی پاکستانی خبریال د دې هېواد د استخباراتي ادارې په امر تښتول شوی دی.
د بلوچستان ټایمز خبري وېبپاڼې مدیر مسئول ساجد حسین د مارچ میاشتې په دوهمه نېټه د سويډن په اوپسالا ښار کې ورک شو.
دا وېبپاڼه په پاکستان کې د بلوڅانو له بشري حقونو د سرغړونو راپورونه ورکوي.
په سويډن کې د بېپولې خبریالانو سازمان مسؤل ایریک هالکر پرون وویل: "په اروپا کې له پاکستاني خبریالانو سره وروستیو د ځپنو او ځورونو پېښو ته په کتو موږ د ده د کار په خاطر د ده ورکېدل له پامه نهشو غورځولای."
په پاریس کې د بېپولې خبریالانو ادارې مرکزي دفتر ویلي چې بلوچستان ټایمز وېبپاڼه څو ځلې له هغو سرو کرښو تېره شوې چې په اسلاماباد کې نظامي مؤسسې جوړې کړي.