توقایف په ژامبیل کې د قومي نښتو مسؤلې ډلې جنایتکارې وبللې
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف د ژامبیل په جَنوبي سیمو کې هغه ډلې چې ده جنایتکارې بللي د فبرورۍ د اتمې او اوومۍ خونړیو قومي نښتو مسؤلې بللي.
په دې نښتو کې ۱۱ کسان وژل شوي و.
ولسمشر توقایف د قزاقستان ژامبیل سیمې ته په سفر کې پرون وویل چې یوې جنایتکارې ډلې غوښتل د یوې بلې ډلې د سرحدي سوداګرۍ کنټرول په لاس کې واخلي.
توقایف داسې وخت د ژامبیل سیمې ته پرون سفر وکړ چې د قزاقستان په دوهم لوی ښار الماتې کې د حکومت ضد مظاهرې وشوې.
د الماتې پولیسو لسګونه دا مظاهرهچیان ونیول او په زور یې موټرو ته واچول.
پولیسو مظاهرې ناقانونه بللي حال دا چې د راپورونو په اساس مظاهرهچیانو له سولهییزو لارو خپل غږ پورته کړی و.