انتونیوګوتیریش: حکومتونه دې د بشري حقونو ساتنې ته لومړیتوب ورکړي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیوګوتیریش وایي، که حکومتونه د ثبات، اقتصادي ودې او په نړۍ کې د ښې راتلونکې غوښتونکي وي، باید د بشري حقونو ساتنه د لومړیتوبونو په سر کې راولي.
ګوتیریش په جینوا کې د څو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل، دا مهال بشري حقونه تر پښو لاندې دي.
ده ویلي، دا مهال د نړۍ په کچه اقلیمي بدلون او نوې ټکنالوجۍ ،چې تر ډېره د خلکو شخصي ژوند ګواښي، نړۍ ته لویې ننګونې دي.
ګوتیریش د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې خپلې اقتصادي هڅې تر ډېره په بشري حقونو وڅرخوي.