رسنۍ: روسیه غواړي چې د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې لاسوهنه وکړي
امريکايي رسنيو راپور ورکړى چې استخباراتي چارواکو ويلي روسيه غواړي د امريکا د ٢٠٢٠ میلادي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.
استخباراتي چارواکو د کانګرس غړو ته ويلي چې روسيه دا کار د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کمپاين سره د مرستې لپاره کوي.
نيويارک ټايمز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو او اسوسېشټېډ پريس خبري اژانس پرون په جلا- جلا راپورونو کې ويلي، چې دا خبردارى د فبرورۍ پر ديارلسمه د تړلو دروازو شاته په جلسه کې ورکړل شوى دى.
دغو سرچينو دا راپور د دوو چارواکو په حواله چې له دې جلسې خبر وو او د نوم نه ښوولو په شرط يې خبرې کړې دي.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په حواله ولسمشر ټرمپ په دې جلسه خواشينى شوى او ويلي يې دي، چې ډيموکراتان به له دغو معلوماتو د ده پرضد استفاده وکړي.
د امريکا استخباراتي چارواکو ويلي چې روسيې د ٢٠١٦میلادي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هم د ټولنيزو شبکو د کمپاينونو په مرسته مداخله کړې وه.
د دوى په خبره روسيې د ډيموکرات ګوند د ايميلونو په هک کولو سره د ټرمپ د کمپاين له پياوړتيا سره مرسته کړې ده، څو د هغه د سيالې هېلري کلېنټن د ګټلو چانس زيانمن کړي.