مسکو او دمشق د سوریې په جګړه کې نور هم ښکېل شوي
د سوریې د بشري حقونو د څارونکې ډلې د راپور له مخې پرون د فبروري په شلمه نېټه د سوریې شل دولتي سرتېري د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمه کې ووژل شوي دي.
روسي او ترکي چارواکو تایید کړې چې د ادلیب په شمال لویدیځ کې په دې جګړه کې ۱۱ حکومت پلوي سرتېري، ۱۴ د ترکیې پلوي وسله وال او ۲ ترکي سرتېري وژل شوي.
په روسیه کې د جګړې د اړخونو د پخلاینې مرکز په یوه راپور کې ویلي چې په دې جګړو کې د روسیې د هوايي ځواک سو ۲۴ ډوله الوتکو هم برخه درلوده او ترکیې چې د وسله والو یاغیانو ملګرې ده، هم ځوابي حملې کړې دي.
د ترکیې دفاع وزارت ادعا کړې چې د سوریې ۵۰ دولتي سرتېري په دې حملو کې وژل شوي. دواړه خواوې ادعا کوي چې په پرونۍ جګړه کې یې یوبل ته ماتې ورکړې ده.