پاکستان کې د زهري ګازو لیکېدو ۱۴ تنه وژلي
پاکستاني چارواکي وایي چې په کراچۍ ښار کې په ظاهره د زهري ګازو د لیکېدو له کبله کم تر کمه ۱۴ تنه مړه شوي دي.
د چارواکو په خبره، دا وژونکې پېښه دوه ورځې وړاندې ساحلي سیمه کماري کې رامنځته شوې.
هلته د ګازو له لیکېدو سره هممهاله سلګونه کسان په تنفسي سیستم کې د ستونزو او د سترګو د سوځېدو له کبله روغتون کې بستري شول.
د دغو زهري ګازو د لیکېدو لامل معلوم نهدی، خو چارواکي وایي دا پېښه چا له قصده او د وراني په نیت نهده کړې.
یوه ځایي چارواکي فضل عزیزي د دې پېښې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د یکشنبې له شپې دلته ګاز لیک شوی دی، له دې پېښې دوه شپې او دوه ورځې وتلي، چارواکي نهپوهېږي چې دا څه ډول ګاز دي او په دقیق ډولیې سرچینه چېرې ده."
د پاکستان د بېړنیو خدمتونو ادارې یوې چارواکې سمین جمالي ویلي، ناروغانو ته تنفسي ستونزې پيدا شوې دي.
اسوشیټډ پرس خبري اژانس د پاکستان د روغتایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې تر اوسهیې د ۶۵۰ کسانو درملنه کړې.