افغان لوبغاړی امرالدین د قرغزستان نفتچي لوبډلې سره یو ځای شو
افغان لوبغاړی امرالدین شریفي د قرغزستان د نفتچي فوټبال لوبډلې سره یوځای شو.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مطبوعاتي مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبغاړي د قرغزستان له نفتچي ټيم سره یو کلن تړون کړی.
د اسیا د مقدماتي جام په دویمه مرحله د نفتچي ټيم د چهارشنبې په ورځ د تاجکستان له خجند ټيم سره لوبېږي.
امرالدین شریفي تردې وړاندې دوه کال د قزاقستان له الي اوش لوبه وکړه.