ډایکندي کې واورې ښویېدو ۹ تنه وژلي
د پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دې ولایت رئیس اسدالله سروري نن ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښې په مهرامور ، سنګ تخت او اشترلي ولسوالیو کې شوې دي.
نوموړي وویل د واورې د ښویېدو په پېښو کې شپږ نور کسان ټپیان شوي او دوه تنه لادرکه دي.
د ښاغلي سروري په خبره دا پېښه مالي زیان هم لري، خو نور جزئیاتیې نهدي ورکړي.