تخار ولایت کې ۸۰۰ هکتاره ځمکه کې اینجه وکرل شوه
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډيو ته وویل چې روان کال به ۲۰ هکتاره نوره اینجه هم وکري چې ورسره به دغه کښت ۸۲۰ هکتاره ته لوړ شي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال په تخار ولایت کې زرګونه بزګران د اینجې په کښت او کار باندې مصروف دي او په دغه ولایت کې د اینجې د پالنې ۸ ټولنې جوړې شوې دي چې د دغه طبي بوټي د کرلو په پراختیا او تولید کې ځانګړی رول لري.
د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۵ کال کې د «جي ای زېډ» مؤسسې له لوري په تخار ولایت کې د اینجې دودول پیل شول.
د اینجې یو کیلو بیه له ۱۰۰ تر یو ۱۵۰ امریکايي ډالرو پورې رسېږي.
د تخار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې روان کال بزرګانو په دغه ولایت کې ۶ مټریک ټنه اینجه تولید کړې چې ټولیزه بیهیې ۷۵۰ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي.