کریمیا کې د یوه اوکراین پلوي فعال د بند موده وغځېده
د پریښودکو مدافع وکیل نظیم شیخ مامبېتوف ازادي راډيو ته وویل چې د کریمیا د پلازمېنې سیمفېروپول د یوې ناحیې محکمې د چهارشنبې په ورځ د ده هغه غوښتنه چې مؤکلیې په کور کې نظربند شي رد کړه او د هغه د توقیف مودهیې د اپرېل تر ۱۰مې نېټې پورې وغځوله.
مدافع وکیل زیاته کړه ده او مؤکل تهیې د محکمې په غونډه کې خبر ورکړل شو چې پر پریښودکو اوس د اوکراین په لوېدیځ ښار لووف کې د روسیې پر قونسلګرۍ د حملې په پلان جوړولو کې د ګډون اضافي تور هم لګول شوی دی.
شیخ مامبېتوف همداراز یادونه وکړه چې دی غواړي د محکمې د دې حکم پر وړاندې استېناف وغواړي.