پنټاګون په غزني کې د لوېدلې الوتکې د سپرلۍ هویت په ډاکه کړ
د امریکا پوځ پرون وویل، د دې پېښې قربانیان ۴۶ کلن ډګرمن پاول ک ووس "Paul K. Voss" او ۳۰ کلن تورن ریان اس فنیوف "Ryan S. Phaneuf" دي.
د دغې الوتکې د راغورځېدو د پېښې په اړه څېړنه روانه ده.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مککنزي د سعودي عربستان د پرنس سلطان په هوایي اډه کې خبریالانو ته وویل چې دی ډېر ډاډه دی چې دغه الوتکه د دښمن لهخوا نهده نسکوره شوې.
طالبانو ادعا کړې چې وسلهوالو یې دغه امریکایي الوتکه په ډزو رانسکوره کړې ده.
جنرال مککنزي زیاته کړه، دی باور نهکوي چې امریکایي ځواکونه دې د دغې الوتکې د راغورځېدو د پېښې ځای ته په ورتلو کې له کوم مقاومت سره مخامخ شوي وي. هغه وویل، اساسي ستونزه د هوا خرابوالی و.
دغه الوتکه داسې مهال راغورځېږي چې داسې ښکاري د طالبانو او امریکا ترمنځ یوه جوړجاړي ته د رسېدو په هدف پیل شوې خبرې په دې وروستیو کې له یوه ولاړ حالت سره مخامخ شوې دي.