اروپايي پارلمان د بریتانیا له وتلو سره موافقه وکړه
اروپایي پارلمان په غوڅ اکثریت له اروپایي ټولنې د بریتانیا له وتلو سره موافقه وکړه. په دې ډول دې ته لاره هواره شوه چې بریتانیا د جنوري له ۳۱مې وروسته له اروپایي ټولنې بېله شي.
د اروپایي پارلمان ۶۲۱ تنو موافقه او ۴۹ غړو مخالفه رایه ورکړه، نږدې ۱۳ وکیلانو ممتنع رایه وکاروله.
د بریتانیا او اروپایي ټولنې ترمنځ به د راتلونکې همکارۍ لپاره خبرې اترې تر دې وروسته دوام وکړي.
بریتانیا هڅه کوي چې د ۱۱ میاشتو په ترڅ کې له اروپایي ټولنې سره د سوداګرۍ په برخه کې یو هر اړخیز تړون وکړي.
بریتانیا لومړی هېواد دی چې وروسته له ۴۷ کلونو د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو له سیاسي اقتصادي ټولنې وځي.