د کونړ د روغتیا رئیس: وسلهوالې ډلې د پولیو واکسین مخه نیسي
ډاکتر ساپي نن د جنورۍ په ۳۰مه، ازادي راډیو ته وویل چې دا اندېښنه لري چې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه به سږ کال هم لږترلږه ۴۰ زره کوچنیان چې تر پنځو کلونو یې عمر کم یا پنځه کلن دي، پاتې شي.
ډاکتر ساپی وایي: "پولیو یو خطرناک ویروس دی چې کوچنیان فلجوي او حتی وژلائ یې شي. تېر کال د کونړ په وټهپور ولسوالۍ کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی و."
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه وروستي دوه هېوادونه دي چې کوچنیان د پولیو د ويروس له امله ګوزڼ وهي.