باران ورېدو د افغانستان او کاناډا د کرکټ لوبه لغوه کړه
په پام کې وه په جنوبي افريقا کې دغه مسابقه نن د افغانستان پر وخت د غرمې دوولس نيمې بجې پيل شي.
افغانستان تېره چهارشنبه خپله دويمه مسابقه له متحده عرب اماراتو په ١٦٠ منډو وګټله.
تر دې مخکې افغانستان کوربه هېواد جنوبي افريقا ته په ٧ ويکټو ماتې ورکړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډلې له وړاندې د سویلي افریقا او متحده عربي اماراتو لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لاره موندلې ده.