ایران د بریټانیا سفیر بندی کړی و
مهر خبري آژانس راپور ورکړی چې راب مککایر Rob Macaire پرون د جنوري په ۱۱مه د تهران د امیرکبیر پوهنتون مخې ته په یوه غونډه کې ګډون کړی و خو چارواکو په پاروونکو او مشکوکو اقداماتو کې د ګډون په تور ونیوه.
په تهران کې د بریټانیا سفیر نن پر ټویټر په یوه بیان کې ولیکل، ده په کومه مظاهره کې نه، بلکې د اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو یاد ته د درناوي په غونډه کې ګډون کړی و.
لندن دا اقدام د نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې او د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر جوزیپ بورېل پر دې کار انتقاد کړی او تهران یې د کړکېچ کمولو ته هڅولی دی.