هرات کې د باروړونکو موټر چلوونکو اعتصاب لسمې ورځې ته وغځېد
نن لسمه ده، چې په هرات کې د باروړونکو موټرو د چلوونکو اعتصاب روان دى.
د هرات د ولايتي شورا رئيس کامران عليزى ادعا کوي، چې د هرات- کندهار پر لويه لار پوليس له باروړونکو موټرو د ورځې تر شپږو مليونو افغانيو پيسې ټولوي.
ښاغلي عليزي له دغو موټرچلوونکو سره د کتنې پر مهال د کورنيو چارو له وزارته غوښتنه وکړه او ویې ویل: "اصلي پوښتنه دا ده چې د کورنيو چارو وزير او لوى معينه! خلکو ته پوښتنه پيدا شوې چې يو څو شوکوونکي سرتېري او منصبدار چې سړک ته راوتلي له خلکو په زوره پيسې اخلي، په ټوله کې دا پوستې له خلکو هره ورځ له پنځوسو لکو تر شپېتو لکو پورې پيسې ټولوي، د کوم دليل له مخې دوى د قانون منګولو ته نه سپارل کېږي؟"
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت تر اوسه د دې موضوع په اړه د ازادۍ راډيو د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دى ويلى.
د هرات د والي وياند جېلاني فرهاد وايي له موټرچلوونکو د هرات په مربوطاتو کې نه، بلکې د فراه، نيمروز او کندهار په مربوطاتو کې په زوره پيسې اخيستل کېږي.
خو موټرچلوونکي وايي له باروړونکو موټرو د هرات په ميرداوود سيمه کې په زوره پيسې اخيستل کېږي.