چارواکي: هرات کې د هوايي برید له امله ٥ وسله وال طالبان وژل شوي
د هرات د والي وياند وايي په ګُلران ولسوالۍ کې د هوايي حملې په نتيجه کې ٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
جېلاني فرهاد ازادۍ راډيو ته وويل، امنيتي ځواکونو تېره شپه په سياه کمرک سيمه کې د وسله والو پر سراچه ډول موټر حمله وکړه.
هغه زیاته کړه: "پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او يو موټر يې ويجاړ شوى دى، د دې حملې ترسره کېدو څرګنده کړه چې امنيتي ځواکونه د تعرضي عملياتو او حملو تر څنګ د خپلو ارزښتونو دفاع ته چمتو دي او د دښمن هر ډول تحرک له منځه وړلاى شي."
په ګلران کې چې د هرات يوه له ناامنو ولسواليو ګڼل کېږي، د وروستۍ حملې په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.