امنیتي چارواکي: پکتيا کې د طالبانو يو سیمه ییز قوماندان وژل شوی
په پکتيا کې د وسله والو طالبانو يو سیمه ییز قوماندان پرون د افغانستان د ګډو ځواکونو په عملياتو کې وژل شوى دى.
د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم ازادۍ راډيو ته وويل، دغه قوماندان تر جګړې وروسته په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې وژل شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه نه کړې.