د فراه والي وايي پر لويو لار د وسلوالو د راوتلو مخه نيسي
محمد شعيب ثابت نن د ازادۍ راډيو ولايت په ولايت پروګرام کې وويل، وسلوال طالبان زيات وخت لارې د دولتي کارکوونکو پرمخ تړي:
”پر لويو لارو ستونزه لرو. د دولت وسلوال مخالفان راوځي لارې بندوي. هغه هم د دولتي کسانو پرمخ بندوي. د عامو خلکو پرمخ دا لارې خلاصې دي.“
د فراه اوسېدونکي وايي د ناامنيو له زياتېدو سره د فراه پر لارو د خلکو تګ راتګ هم ستونزمن شوى دى.
بلخوا د فراه ولايت موټرچلوونکو اعتصاب هم کړى او وايي په بالابلوک ولسوالۍ کې د پوستو پوليس ورڅخه په يوه او بل نامه پيسې اخلي.