شاعر او ليکوال متين اندخويي ومړ
د فارياب د اطلاعاتو فرهنګ رئيس غلام سخي بيان نن سهار ازادۍ راډيو ته وويل، د دغه شاعر مړينه يوه ضايعه ده:
"نن سهار يې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د افغانستان د ادبي، علمي او فرهنګي ډګر لپاره يې مړينه يوه ضايعه ګڼم".
شاعر او ليکوال متين اندخويي د مړينې په وخت کې ٨٠ کلن و.
هغه ته د جمهوري رياست له خوا د ادبي فعاليتونو له کبله دوه وارې ستاينليکونه ورکړل شوي وو.